For Immediate Release
کابل، افغانستان – افغانستان کې د ښځړو حل دودیزه میکانیزومه چې لګښت یې کم، لاسرسی ورته پراخه او ښځړو ته د چټک حل لارو موندلو برخه کې د ټولنیز اعتبار څخه برخه من دي د ولس له خوا په پراخه کچه کارول کیږي. خو، ډیری وخت د دغو دودیزو میکانیزمونو پریکړې د افغانستان اساسي قانون او شریعت سره په ټکر کې اوسي او د وګړو اساسي حقوق نقض کوي.
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د ۲۰۱۶ کال اپریل میاشت کې عدلي او قضایي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسي او د روڼتیا ودې په موخه د مرستې(عدالت-ADALAT) پروژه پیل کړه، ترڅو د عدلي سیستم اغیزمنتیا لوړولو، رسمي عدلي سکتور ته د لاسرسی پراخولو، د رسمي او غیر رسمي عدلي سکتورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړېکولو، او لوړ کیفیت لرونکو عدلي خدمتونو ته د ولس غوښتنې لوړولو له لارې عدلي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی پراخ کړي.
نن، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د عدالت پروژې او د عدلیې وزارت چارواکو د امریکا متحده ایالاتو سفارت په مقر کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک چې د یادې پروژې په اړه د عدلیې وزارت او د عدالت پروژې مسؤلیتونه او ژمنې توضیع کوي، به د دواړو خواوو ترمنځ د یو لارښود سند په توګه پاتي شي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیس ښاغلي هربي سمیټ وویل «د عدالت پروژه د افغانستان ولس لپاره د یو داسې عادلانه عدلي سیستم چمتو کولو په لور چې د هغوي اساسي او لمړنیو حقوقو ته احترام وکړي یو لوی ګام دی.» هغه زیاته کړه«زه عدلي بهیرونو ته د افغانانو لاسرسي رامنځته کولو لپاره په دغې پروژې کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سره د ګډ کار په موخه د عدلیې وزارت هڅې ستایم.»
د افغان حکومت عدلیې وزیر ښاغلي عبدالبصیر انور په دي اړه وویل «د عدالت پروژه به افغانانو ته د غورو حقوقي خدمتونو چمتو کولو په موخه د حقوقو ریاست کې د بشري ځواک وړتیا لوړه او د حقوقي چارو بهیرونه به ساده کړي.» هغه زیاته کړه«د عدالت پروژې له خوا چمتو کیدونکي تخنیکي مرستې او روزنې به د عدلیې وزارت و شریکو غاړو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د خپل حقوقي خدمتونو پوښښ ساحه پراخه او په عدلي سکتور کې روڼتیا کچه لوړه کړي.»
د عدالت پروژه او د عدلیې وزارت بنسټونه د عدلي سکتور فعالانو مسلکي ودې، د عدلي سکتور اداري او مدیریتي سیستمونو ښهکولو، او د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست او د غیر رسمي عدلي فعالانو سره د دغه ریاست اړیکو پیاوړي کولو په موخه نږدي کار کوي.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.