For Immediate Release
کابل، افغانستان – د افغانستان ښځینه بزګرو او د کرنې اړوند تشبثونو خاوندانو لویه ستونز دا ده چې د خپل کرنیزو چارو پرمخ بیولو لپاره پورونو ته لاسرسی او د پور سیستم په اړه مالومات نه لري. خو د دغې ستونزې هوارولو لپاره د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې مرستې په لاره دي.
د چهارشنبې په ورځ د کرنیزو پورونو پیاوړتیا پروژې دوهم پراو(ACE-II) تر نامه لاندې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یوې پروژې د کرنیزو پورونو په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه په کابل کې د ښځو کرنیزو پورونو شورا کوربهتوب وکړ. دغې غونډې د پور غوښتنې او د پور مدیریت په اړه ښځو ته روزنو چمتوکولو باندې تمرکز درلود. دغې غونډې کې د افغانستان د وړو پورونو چمتو کوونکو یوشمیر بنسټونو او مالي کارپوهانو د ګډونوالو سره د مرستې په موخه ګډون کړی وو. دغه غونډه د هغو پلان شویو غونډو یو بیلګه ده چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې به ترسره شي.
ګډونوالو ته د ښځو اقتصادي حقوقو، د شته پورونو ډولونو (لکه: سنتي پورونه او اسلامي پورونه) او دي په اړه چې پورونه څنګه کولای شي چې د هغو سره د تشبث او د فارمونو د ودې برخه کې مرسته وکړي مالومات وړاندي شول. ګډونوالو په تنظیم شویو ډلو کې پورونو ته د لاسرسی برخه کې ستونزو په اړه بحث ترڅنګ د اړوندو ستونزو په اړه د هغو ښځو ورسره خبري وکړي چې د پورونو ترلاسه کولو تجربه یې درلودله.
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سرپرست رئیسې اغلې کترین ستیوینس وویل «دغه شان شورا ګانې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې بیلابیلو هغو پروژو بیلګې دي چې په کرنې سکتور کې د ښځو پیاوړتیا په موخه مهمو هڅو په اړه د ACE-II پروژې څخه ملاتړ لپاره د کرنې، ابولګونې او مالدارۍ وزارت سره ګډ کار کوي.» هغې زیاته کړه « د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کرنیزو محصولاتو وده خورا مهم ارزښت لري، او پورونو ته د لاسرسی لوړول د دغې موخې ترلاسه کولو اساسي برخه رامنځته کوي.»
د افغانستان د کرنې، ابولګونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي اسدالله ضمیر په دي اړه وویل «زموږ موخه دا ده چې د کرنیزو محصولاتو کچې لوړولو ترڅنګ د ښځو کورنیو ژوند هم ښه کړو.» هغه زیاته کړه « د کرنې وزارت په دي باور دی چې کرنیز پورونه د دغه ستکور لپاره خورا لوی فرصتونه رامنځته کوي او موږ د مالي بنسټونو څخه ملاتړ ته ژمن یو ترڅو پورونو ته د ښځو لاسرسی څخه ډاډ ترلاسه شي.»
د کرنیزو پورونو پیاوړتیا پروژې (ACE) تر نامه لاندې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې پروژې د کرنیزې ودې وجهې صندوق(ADF) رامنځته او د هغه مدیریت یې تر ۲۰۱۵ کال پورې(د افغانستان حکومت ته تر سپارلو پورې) پر مخ بوته. د دغې پروژې دوهم پړاو په پام کې لري چې د پخوانیو پروګرامونو لاستهراوړنو ته وده ورکړي او کرنیزو پورونو ته لاسرسی پراخ کړي ترڅو د یو پياوړي کرنیز اقتصاد یو اړین شرط په توګه ذ وړو او د منځنیو کچو فارمونو او کرنیزو تشبثونو اقتصادي وړتیا لوړه کړي.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.