د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانو ښځو لپاره د ملکي خدمتونو دندو نندارتون په لاره واچوه

USAID Conducts Civil Service Job Fair for Afghan Women
USAID Conducts Civil Service Job Fair for Afghan Women
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Monday, جولاي 31, 2017

کابل، افغانستان – بېکاري د افغانو ښځو لپاره تر اوسه هم یوه ننګونه ګڼل کیږي. خو، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) او د افغانستان حکومت د دغې ستونزې هوارولو برخه کې د مرستې په موخه په ګډه کار کوي.

نن، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د پروموټ پروګرام «په حکومت کې ښځې» پروژې د ملکي خدمتونو دندو یو نندارتونو په لاره واچوه ترڅو ګډونوالو ته په دولتي ستکور کې د ښځو لپاره د دندو معرفي کړي. په دغه نندارتون کې شاوخواه ۵۰۰ هغو ښځو ګډون کړی وو چې د کار زده‌کړې یو ۱۲ میاشتنی پروګرام څخه چې د ملکي خدمتونو په بستونو کې د دندې ترسره کولو لپاره په څو سطحیزو جامع روزنو باندې یې غور درلود فارغ شوي وي، ترڅو د حکومت ۲۵ وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د ۵۰ چارواکو سره وګوري.

د نندارتون په لړ کې، د کار زده‌کوونکو د حکومت استازو  سره وکتل او اړوند ادارو کې یې د کارکوونکو ګمارنې کړنلارو، د کار کوونکو وړتیاوو او د مسلکي ودې فرصتونو په اړه مالومات ترلاسه کړل. د دي ترڅنګ په دغه نندارتو کې د دولتي ادارو له خوا د دندو ۱۰۰۰ فرصتونو څخه ډيرو په اړه مالومات وړاندې شول.

د حکومت ملکي خدمتونو مقررې سره د همغږۍ په موخه د کار زده‌کوونکو په مستقیمه توګه دندو ته غوښتون لیکونه و نه سپارل ځکه چې اوسمهال ګمارنې د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له لارې تر سره کیږي. خو، د کار زده‌کوونکو د خپل د سوانحو لنډلیکونه د حکومت استازو ته وسپارل او ورته ډاډ ورکړل شو چې وروسته له هغې چې د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له لارې یاد بستونه اعلان کړل شول نو د دوی سره به اړیکې ټینګې شي.

په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې رئیس ښاغلي هربی سمیټ په دي اړه وویل «د دغو ښځو لپاره چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د پروموټ پروګرام «په حکومت کې ښځې» پروژې غړي وي دا یو ډیر مهم ګام دی چې د دغو بهیرونو د پر مخ بیولو څرنګوالی په اړه او حکومت کې د کارکولو فرصتونو په اړه مالومات تر لاسه کړي.» هغه زیاته کړه«دغو ښځو د ځان څخه خورا زیاته زړورتیا ورښودلي چې د کار زده‌کړې پروګرام پای ته رسولو ترڅنګ ځان ګټورو دندو لپاره چمتو کوي ترڅو خپل کورنیو سره مرسته وکړي او روښانه راتلونکی ولري.»

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د پروموټ پروګرام «په حکومت کې ښځې» پروژه د ښځو لپاره د کار زده‌کړې یو کلن پروګرام وړاندې کوي ترڅو په ملکي خدمتونو کې د دندې ترسره کولو لپاره یې چمتو کړي. په کابل، هرات، بلخ، قندهار او ننګرهار ولایتونو کې د پوهنځیو او دولسم ټولګیو  ۱۷۰۰ ښځینه فارغانو دغو روزنو کې ګډون کړی دی.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.