For Immediate Release
کابل، افغانستان – په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د ۲۰۱۲ کال آکتوبر میاشتې کې د اقتصادي ودې یو پروګرام پیل کړ ترڅو د تولیداتو د کچې لوړولو، د تشبثاتو د ودې پایښت کې مرستې او د نویو دندو فرصتونو رامنځته کولو په موخه د خصوصي سکتور سره کار وکړي. دغه پروګرام د تیرو پنځو کلونو په لړ کې یادې موخې ترلاسه کړي.
د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مقر کې په لاره اچول شوې رسمي غونډې کې د افغانستان سوکالۍ او اقتصادي ثبات او د هیواد ګوډ ګوډ کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د هغو متشبثینو د پاموړ مرستو څخه لمانځنه وکړه چې د تشبثونو د پراختیا له لارې د افغانستان بیا ودانولو کې د مرستې (آبادي/ ABADE) پروګرام څخه یې ګټه پورته کړي.
د تیرو پنځو کلونو په لړ کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې آبادي پروګرام د ۲۹۸ کوچنیو او منځنیو تشبثونو سره دولتي-خصوصي مشارکتونه رامنځته کړل ترڅو د تشبثونو ودې اړوند خطرونو کچه ټیټه کړي. افغاني شرکتونو د خپل تشبث ودې لپاره د ۲۵۵ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړي چې په دغه لړ کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د لویو تجهیزاتو او ماشینرۍ برخه کې یادو شرکتونو ته د ۴۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته مرسته چمتو کړي. د دغو پانګونو په پایله کې تر دي مهاله ۱۸۰۰۰ پایدارې او لوړ کیفیته دندې رامنځته شوي او په راتلونکو میاشتو کې به د دغو شرکتونو تولیداتو په زیاتیدو سره د ۲۵۰۰۰ نورو دندو فرصتونه هم رامنځته شي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې رئیس ښاغلي هربی سمیټ په دي اړه وویل «دا چې په سلګونه افغاني شرکتونه د تشبثونو ودې او د نویو دندو فرصتونو رامنځته کولو لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي په خپله د افغانستان اقتصاد د پایښت لوړ ځواک څرګندوي.» هغه زیاته کړه«په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو شرکتونو پانګونه په دغه هیواد کې د اقتصادي ودې او د نویو او ښو دندو رامنځته کیدو لپاره زموږ لویې هیلې څخه استازیتوب کوي.»
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیالې آغلې عادله راز په دي اړه وویل «د افغانستان ملي یووالي حکومت د خصوصي سکتور څخه ملاتړ او د یو داسي تشبثي چاپیریال رامنځته کولو ته ژمن دی چې د اوږ مهال لپاره خصوصي سکتور ځواکمن کړي، ترڅو دغه شان شرکتونه لا نورو پانګونو ته زړه ښه کړي.» هغې زیاته کړه «موږ د دغو شرکتونو څخه ستاینه کوو چې د کورنيو او نړیوالو مصرفي بازارونو اړتیاوو پوره کولو په موخه نوي توکي تولیدوي او د افغانستان راتلونکي باندې پانګونه کوي.»
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.