په کابل کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت ملي کنفرانس پیل شو

په کابل کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت ملي کنفرانس پیل شو
په کابل کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت ملي کنفرانس پیل شو
USAID/Afghanistan

رئیس جمهور غني وایي چې ترانزیت د افغانستان لپاره یو لوی لمړیتوب دی

For Immediate Release

Wednesday, مې 10, 2017

کابل، افغانستان – د نړیوال ځمکنی ترانسپورت ملي کنفرانس کې د افغانستان ترانسپورت راتلونکي پلان په اړه د بحث لپاره د افغانستان حکومت، د خصوصي سکټور او د مرستندویه ادارو ټولنې راټول شویو استازو د ویناوو اساسي کرښو «د اسیا په زړه کې یوې ترازیتی څلور لارې ته د افغانستان بدلول» باندې تمرکز درلود. دغه غونډه د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د افغانستان سوداګرۍ او عوایدو (اتار) پروژې په مرسته د افغانستان ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا جوړه شوي وه.

د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم په نړۍ کې د ترانزیت یواځنی سیستم دی چې د لاریو چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د سرحدي پولو څخه توکي په خوندي توګه او د خورا لږ ځنډ سره ولیږدوي او د ګمرکونو چارو ادارو ارزښتمن وخت او پیسې سپموي.  افغانستان په ۱۹۷۵ کال کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لسیزو شخړو وروسته، دغه هیواد یواځي په ۲۰۱۳ کال کې خپل غړیتوب بیرته فعال کړ او اوس د دغه کنوانسیون کړنلارو تطبیق پیل کوي. د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د هیواد بالقوه ترانزیتي فعالیت ته یو ملي لمړیتوب ورکړی دی. د کانفرانس په لړ کې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت او د افغانستان ګمرکاتو ادارې استازو د سوداګرۍ او د حکومت عوایدو زیاتولو په موخه د هیواد ترانزیتي ځواک څخه ګټې پورته کولو لپاره د شوو هڅو په اړه ویناوي وکړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر ښاغلي ډاکټر محمدالله بتاش وویل «په افغانستان کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت فعالول او پلي کول یو داسې ملي لمړیتوب دی چې د سوداګرۍ او ترانزیت زیاتیدو زمینې چمتو کولو کې به مرسته وکړي» هغه زیاته کړه «د نړیوال ځمکنی ترانسپورت جواز څخه په ګټې اخیستو سره به نوره د دي اړتیا نوي چې توکي د پیچلو ګمرکي کړنلارو څخه تیر شي یا په سرحدي دروازو کې وځنديږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايوي رئیس ښاغلي عتیق‌الله نصرت په دې اړه وویل چې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم لاندې د افغانستان لارۍ چلوونکي به د ګمرکي مداخلو کمیدو له وجې د خورا لږو ترانزیتي ځنډونو او لګښتونو، او د معیاري او ساده شویو اداري اسنادو او کنترولي میکانیزمونو سره مخ شي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ په دې اړه وویل «د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم څخه د افغانستان ګټه اخیستنه د سیمې د لا ادغام او د افغانستان راتلونکي کې د اسیا سیمیزو قدرتونو سوله‌ایزې ونډې تضمینولو لپاره یوه خورا ښه وسیله ده» هغه زیاته کړه «د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون پلي کول د نړیوالو لارو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا څرګندوي. نړیوالو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا د هغو سختو هڅو له خوا هم ثابته شوه چې په ۲۰۱۷ کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د دغه هیواد ګډون لامل شوي.»

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.