For Immediate Release
کابل، افغانستان – د لوړو زدهکړو وزارت او د کابل پولی تخنیک پوهنتون چارواکو تیره اونۍ د پولی تخنیک پوهنتون د مالوماتي تکنالوژۍ کمیونیټي کالج څخه، چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) یو پروګرام له خوا یې ملاتړ کیږي، د اته انجونو په ګډون د ۲۸ لمړنیو فارغانو فراغت ولمانځه.
د امریکا نړیوالې پراختیاي ادارې د سنترال جورجیا تخنیکي کالج (Central Georgia Technical College) په مرسته د مالوماتي تکنالوژۍ کمیونیټي کالج پروګرام په ۲۰۱۴ کال کې د پوهنتونونو څخه ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام(USWDP) لاندې رامنځته کړ. دغه دوه-نیم کلن پروګرام د کمیونیټي کالچ لپاره د نړیوالو معیارونو سره برابر او د سیمهایزبازار اړتیاوو پوره کولو په موخه چمتو شوی.
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ وویل « د پوهنتونونو څخه ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام (USWDP) د مالوماتي تکنالوژۍ نیمه عالي پروګرام څخه د لمړۍ ډلې فارغان باید د خپل لاسته راوړنو او په دي لاره کې خپل زیارونو باندې وویاړي.» هغه زیاته کړه « دغه فراغت په دولتي او خصوصي سکتور کې د بالقوه ګمارونکو او پوهنتونونو ترمنځ تړاو، او په تکنالوژۍ برخه کې د روزنو ترلاسه کولو په موخه د افغان ځوانانو سره د دغه پروګرام مرستې ارزښت ورښيي.»
د فراغت مراسمو په لړ کې د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال ښاغلي پروفیسور عبدالتواب بالاکرزي د پروګرام فارغانو ته مبارکي وویله او هغوي ته يې د ښې راتلونکې هیله وکړه.
د کابل پولی تخنیک پوهنتون رئیس محمد سعید کاکړ، د پوهنتونونو څخه ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام (USWDP) رئیس ښاغلي داکتر وحید عمر، او د ماساچوستس پوهنتون د نړیوالو زدهکړو د مرکز رئیس ښاغلي ډاکټر جوسف بیرګر په ګډون په دغو مراسمو کې نورو وینا کوونکو د مالوماتي تکنالوژۍ کمیونیټي کالج رامنځته کولو په موخه د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې او د پوهنتونونو څخه ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام (USWDP) مالي او تخنیکي مرستو څخه مننه وکړه.
د پروګرام فارغانو هم په خپل نوبت د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې او د پوهنتونونو څخه ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام ملاتړ څخه مننه وکړه.
د پروګرام فارغانو په استازیتوب سارا قادري وویل «موږ د دغه پروګرام رامنځته کولو څخه منندوی یو ځکه چې موږ یې د کار بازار ته ننوتو لپاره په اړینو مهارتونو باندې سمبال او د دندو ترسره کولو لپاره یې چمتو کړي یو.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.