دوموتیکس فرشي صنایعو سوداګریز نندارتون کې افغان سوداګرانو لویې معاملې

For Immediate Release

Tuesday, جنوري 17, 2017

هانوفر، جرمني – د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې(USAID) په مرسته د افغانستان غالیو شپاړس مخکښ سوداګرانو د دوموتیکس تر نوم لاندې د فرشي صنایعو یو مخکښ نندارتون کې خپل غوره غالۍ او فرشونه نندارې ته وړاندې کړل او د نړیوالو پیرودونکو سره یې لوی قراردادونه لاسلیک کړل. دغه نندارتون چې د ۲۰۱۷ کال جنوري ۱۴مې نیټې څخه تر ۱۷مې نیټې پورې د جرمني هانوفر ښار نندارتونونو ساحې کې ترسره شو، د ۸۰ هیوادونو څخه یې ۴۵۰۰۰ ننداره کوونکي ځان ته جلب کړل او د افغانستان غالیو سره به مرسته وکړي چې پیاوړی نړیوال لید تر لاسه وکړي.

د افغانستان حکومت سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال ښاغلي محمد قربان حقجو وویل «د دوموتیکس نندارتون د صنایعو د پرمختګ ټاکونکی دی او افغانستان هم د دغه پرمختګ لپاره خپل رول لوبوي»، هغه زیاته کړه «د فرشي صنایعو د نړۍ ترټولو لوی نندارتون کې د افغانستان ګډون نه یواځي دا چې د افغانستان اقتصاد سره مرسته کوي بلکه دا موکه برابروي چې افغانستان د غالیو نړیوال صنعت کې د یوه ځانګړی او اعتماد وړ برنډ په توګه خپل ځان څخه استازیتوب وکړي.»

د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې د افغانستان سوداګرۍ او عوایدو پروژې (اتار/ ATAR) د افغانستان صاداتو د ودې ادارې سره په همکارۍ د غالیو او فرشونو مخکښ صادرونکي غوره کړل ترڅو د ۱۴۰۰ څخه ډيرو نورو سوداګرانو سره دغه کلني نندارتون کې ګډون وکړي.

د افغانستان صادرونکو نوی جوړ شوی کلپ مشر ښاغلي سید عباس وویل «د افغانستان هیڅ بل صنعتی تولید نشي کولائ چې د غالیو په شان د افغانستان خلکو هویت څخه استازیتوب وکړي. هره ورځ زرګونه افغان نارینه او ښځې په خورا زیار په لاس وبدل شوې ښکلي غالۍ جوړوي چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې او په ځانګړي توګه په اروپا او امریکا کې پیرودونکو پام ځان ته جلبوي. د افغانستان شتمن هنر او کلتور به هرومرو د دوموتیکس سږکلنی نندارتون کې احساس شي.»

دغه نندارتون په ډوبۍ کې «د افغانستان نندارتون» تر نامه لاندې د یو بریالي نندارتون وروسته چې د تازه او وچو میوو، مغزياتو ، زعفرانو او د دیګ مسالو، غالیو، ورېښمو، کشمیرې، جامو، لاسي صنایعو، مرمر ډبرو، ګاڼو، او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په ګډون د افغانستان لویو صادراتي توکو په اړه د پوهاوی لوړولو په موخه د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې په لاره اچول شوی وو، ترسره شو.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ وویل «په دوموتیکس کې د ګډون سره افغانستان ۲۰۱۷ کال په ښه وجه پیل کړ. دغه ګډون په نړیوال اقتصاد کې د افغانستان د ادغام لپاره لارې هوارولو لپاره د خصوصي سکتور مخ په ډیریدو اهمیت ورښیې.» ښاغلي سمیټ زیاته کړه «د افغانستان او جرمني ترمنځ اوږد واټن سربیره په دغه نندارتون کې د افغانستان صادرونکو ګډون ورښیې چې سوداګران د توکو لیږد لپاره د هوایي کارګو څخه په اغیزمنه توګه ګټه پورته کوي. د افغانستان غالۍ د هوایي کارګو  نیو رامنځته شویو فرصتونو لپار چې په وچه کې ایسار هیواد د پرمختګ لپاره ارزښت لري، ډیرې مناسبې دي ځکه چې د دغو غالیو ارزښت د هغوي د وزن په تناسب ډیر لوړ دی.»

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو  ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت  چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.