د نوي پراختیایي ملګرتیا په اډانه کې د افغانستان سره د متحده ایالاتو د حکومت ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته

For Immediate Release

Tuesday, سپټمبر 27, 2016

کابل، افغانستان – د امریکا متحده ایالاتو حکومت او د افغانستان د مالیې وزارت د نوي پراختیایي ملګرتیا په اډانه کې د یوشمیر موخو د ترلاسه کولو لپاره د ملي یووالي حکومت ته د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د ورکولو په اړه یو سند لاسلیک کړ. د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د ښه والي لپاره، د متحده ایالاتو د حکومت د روانو ژمنو د یوې برخې په توګه د یادو مرستو ورکړه، په غوره ډول د عوايدو د راټولولو، د اداري فساد د کمښت، او د بېوزلو او محرومو کسانو په تېره بيا د ښځو سره د مرستې له لارې د بېوزلۍ د کمښت په ګډون، د افغان حکومت د ځانګړو پراختیایې لاسته راوړنو او په مهمو پالیسیو کې د اصلاحاتو د پلي کولو سره تړلې ده.

د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) د ۲۰۱۶ کال د نیمایې لپاره د نوي پراختیایي ملګرتیا د درېیمې برخې د پایلو او اړوندو شاخصونو سپیناوی پای ته ورساوه. د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) او د مالیې وزارت د هوکړې پر بنسټ، د هغو پايلو او اړونده شاخصونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې د اساسي اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې اغېزمن ثابتېږي او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د ښه‌والې لامل ګرځي، د ملي یووالې حکومت د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د ترلاسه کولو لپاره اړين شرایط پوره کړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) مرستیال مدير ویلیام همینک وویل: "د پراختيآيي مهمو پايلو سره د متحده ايالاتو د مالي مرستو تړل، په داسې حال کې چې د افغانانو مالکیت ډیروي او د افغانانو په مشرۍ او رول لوبولو د پراختیایې تګلارې د اتخاذولو لامل کرځي، د افغانستان حکومت ته دا توان وربښي تر څو د اصلاحاتو لپاره خپله اجنډا پلي کړي."

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي وویل: "نوې پراختیايي ملګرتيا یو داسې اغېزمن میکانیزم دی چې د متحده ایالاتو مرستې د افغان حکومت د اصلاحاتو د اجنډا سره برابرې او هملارې کوي. په ملي-بودیجه کې د شامل تمویل د يوې لارې يا ډول په توګه، دغه ملګرتيا، افغان حکومت ته اړينه مالي موده په لاس ورکوي تر څو خپل هغه پراختيايي لومړيتوبونه پلي کړي چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لامل ګرځي."

د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) به د مالیې وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي تر څو د افغان حکومت سره د لا زياتو موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، او د دغه پايلو څخه هره يوه به يې د نورو مالي مرستو د ورکړي لامل شي. نوی پراختیایی ملګرتیا په پام کې لرې چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۸۰۰ میلیونه ډالره تشویقي مالي مرسته چمتو کړي.

د ۲۰۰۲ کال څخه را په دې خوا، په افغانستان کې په پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیارډو امريکايي ډالرو څخه د زیاتو پيسو په لګولو سره، د متحده ايالاتو نړیواله پراختیایې اداره (USAID) د افغانستان لپاره د ملکي مرستو تر ټولو ستر دوه اړخیز پروګرام وړاندې کوي. د متحده ايالاتو نړیواله پراختیایې اداره (USAID) د افغانستان د حکومت او خلکو سره کار کوي تر څو د خصوصي سکټور په مشرۍ اقتصادي وده تضمین شي، یو داسې ولسواک او ځواکمن حکومت رامنځته شي چي د قانون حاکمیت په کې خوندي وي، او ټولو افغانانو ته بنسټيز روغتیایې او پوهنيز خدمات وړاندې کړي.